امنیت

شپږ ډار اچوونکي په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
شپږ ډار اچوونکي تېره شپه دميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ملي اردو د کومانډوځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو کومانډويانو په عملياتوکې چې د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې ترسره شول؛ شپږ ډار اچوونکي ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول.
په عملياتوکې د وسله والو طالبانو څو سپکې او درندې وسلې او د جنګي وسايلو يوه زېرمه هم له منځه يوړل شوه.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته