سیاست

دبهرنيو چارووزير دناتو له ملکي استازي سره وکتل .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين  ربانې نن له غرمي  وروسته دافغانستان لپاره دناتو له ملکي استازي اسمعيل اراماز سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې اراماز دناتو دسازمان دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو دوزير د ګډون لپاره  ددغه سازمان له خوا رسمي بلن ليک چې ټاکل شوې ده دراروانې اوونۍ  په وروستيو  وختو کې  په بروکسل کې جوړه شي ، ده ته وسپاره .
  دبهرنيو چارو وزير هم دغه غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت لپاره ارزښتناکه  وبلله او په دې غونډه کې دګډون او په بيلابيلو برخو کې دافغانستان ددولت دبرياليتوبونو په باب  درپوټ  ورکولو لپاره  دخپل تياري  خبر ورکړ .
ديادونې وړ ده چې ټاکل شوې ده دناتو دغړو هېوادونو  دبهرنيو  چارو دوزيرانو غونډه  دليندۍ دمياشتې په اوولسمه نيټه په بروکسل  کې جوړه شي  چې په يوه له دغو غونډو څخه  دناتو دغوڅ ملاتړ دماموريت  دغړو هېوادونو دبهرنيو  چارو وزيران به دهغو پرمختګونو  په باب  چې په وارسا کې دناتو دمشرانو له غونډې وروسته په افغانستان کې  ترسره شوي دي او دغه ر از دهغو ګامونو په باب چې ددغه ماموريت دلومړيتوب په پام کې نيولو سره بايد واخستل شي خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته