امنیت

په ننګرهار کې د MQ پر ساختماني شرکت وسله وال برید شوی دی

جلال اباد / باختر / د کب د میاشتې ۱۵مه
په ننګرهار ولایت کې هوايي ډګر ته څېرمه د ( ام.کیو) په نامه د یوه خصوصي ساختماني شرکت پر دفتر ډله ېیز برید شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه برید کې پنځه تنه بریدکوونکي او د دغه شرکت دوه تنه کارکوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې بریدګرو نن سهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر یاد خصوصي شرکت ډله ېیز برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې لومړی دوو تنو بریدګرو د یاد شرکت په دروازه کې په ځانونو پورې تړل شویو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او درې تنه نورو بریدګرو په جګړه لاس پورې کړی.
د خوږیاڼي په وینا: درې تنه نور هم د امنیتي مسوولینو له خوا وژل شوي او نښته پای ته رسېدلې ده.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته