سیاست

اجرائیه رئیس د نړیوال بانک له مرستیال کایل پیټرز سره وکتل

کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٤ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ترکیې په استانبول ښار کي د نړیوالي بشري سرمشریزي په څنډو کي د نړیوال بانک له مرستیال کایل پېټرز سره پر پرمختیايي برخو خبري وکړې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
اجرائیه رئیس په دې کتنه کي د نړیوال بانک له همکاریو د منني ترڅنګ وویل، چي د یادي ادارې په مرسته د نورو ډېرو ټولګټو تاسیساتو او پروژو ترڅنګ د کاسا۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژه هم له افغانستان څخه تېرېږې او دا د هیواد لپاره خورا لویه اقتصادي لاسته راوړنه ده.
ده زیاته کړه، چي نړیوال بانک دي یادې پروژې ته ورته له نورو اساسي پروژو څخه هم ملاتړ وکړې او په دې توګه دي د افغانستان د اوږدمهالي سوکالى لپاره مهم همکار پاته سي.
هغه یادونه وکړه، چي افغان حکومت د ۲۰۱۵ میلادي کال په ترڅ کي ګڼ شمېر پرمختیايي او اقتصادي پروژې پلان کړي، چي تطبیق به یې په هیواد کي د اقتصادي ودي اساسي برخه جوړه کړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان په مخابراتي، مواصلاتي اوکرنيزو سکتورونو کي د نړیوال بانک د پانګوني وړاندیز وکړ او دا پانګونه یې، د هیواد د خودکفا کېدني او ښې راتلونکى مهم پیل وباله.
هغه غوښتنه وکړه، چي نړیوال بانک دي د افغانستان د نغلو د اوبو او برېښنا بند په برخه کي له افغان حکومت سره مرسته وکړي، څو هلته د ظرفیت تر ایجاد وروسته ګڼ شمېر خلکو ته د برېښنا د ورکړي ترڅنګ، د کارونو زمینه هم مساعده سي.
ده وویل، چي حکومت په بروکسل کي له افغانستان د نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو د کنفرانس لپاره هم د تياري په درشل کي دی او هیله لري، چي له نړۍ سره دغه اړیکه نوره هم وغځوي.
د نړیوال بانک بانک مرستيال کایل پيټرز د هیواد له اجرائیه رئیس سره په ننۍ کتنه کي یو ځل بیا له افغانستان سره د اوږدمهالي همکارۍ لپاره خپله ژمنه نوې کړه او زیاته یې کړه، چي دوی به د اوږدمهال لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، چي نړیوال بانک د افغانستان د زیربنا، اقتصادي ودي او پر ځان بسیا کیدني لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کي د لازمي مرستي لپاره له ټولو نړیوالو مرستندویانو سره هم کار کوي، څو اړینه پاملرنه جلب سي.
ده همداراز وویل، چي دوی له کډوالو، پناه غوښتوونکو او کورنیو بې ځایه سوو د مرستي لپاره هم له نړیوالو مالي ملاتړو سره ګډ کار جریان لري.
ښاغلي پيټرز یادونه وکړه، چي دوی به د هایډرو پاور د پروژې او د نغلو بند په اړه پر اړوندو لارو چارو باندي غور وکړي، خو ژمن دي، چي د افغان حکومت له هڅو به ملاتړ کوي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته