جلال آباد/ باختر دثور نولسمه :
په لسګونوکيلوګرامه چرس او هيروئين پرون په ننګرهار ولايت کې کشف او ضبط شول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: څلور تنه د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې کله يې چې غوښتل په لسګونو کيلوګرامه چرس او هيروئين د يوه بار وړونکي موټر په واسطه کابل ته وليږدوي، دپوليسو له خوا ونيول شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ