ښوونه او روزنه

جمهور رئیس غني د نیمروز پوهنتون د لیلیې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د چابهار بندر له لارې د افغانستان د لومړنۍ صادراتي محمولې د پرانیستې په موخه نن سهار د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته ورسېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په زرنج هوایي ډګر کې د نیمروز ملکي او نظامي مسوولینو او د یاد ولایت مشرانو او متنفذینو جمهوررئیس او ورسره  پلاوي ته هرکلی ووایه.
وروسته جمهوررئیس غني د نیمروز پوهنتون د لیلې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
د دغې پروژې انجنیر عبدالباقي عمر جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د نیمروز پوهنتون ودانۍ چې په پنځو پوړونو کې جوړېږي، ۱۸۰ خونې به یې د ۱۲۰۰محصلینو د ځایولو ظرفیت ولري. د دغې لیلیې د ودانۍ د جوړولو کار به په یو کال کې بشړ شي. دغه پروژه د دولت له بودجې څخه د ۱۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي.
جمهوررئیس د نیمروز پوهنتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته وویل، د لیلیې د ودانۍ ډبره اېښودل ماته د خاص ویاړ خبره ده او د نیمروز ځوانانو او مشرانو ته یې مبارکي وایم. هغه زیاته کړه، یو کال کې به مجهزه لیله جوړه شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، ولایتونو ته د ځانګړې پاملرنې لپاره مې یو خاص عملیاتي واحد په ارګ کې ایجاد کړچې له کاغذپرانۍ او ستونزې پرته په سرعت کار وکړي. د دارالامان ماڼۍ په ګډون نورې ماڼۍ، لیلیې او ودانۍ هم د دغه واحد له لوري جوړېږي. 
د هېواد جمهوررئیس د دغې پروژې انجنیر ته په خطاب کې وویل، له زحمت مو مننه، نظارت مو تل قوي اوسه. هغه زیاته کړه، د دې پروژو کیفیت به په مراتبو ښه او قېمت به یې ټیټ وي او مهمه موضوع دا ده چې پروژې او کارونه به پر وخت بشپړوي.
محمد اشرف غني وویل، نیمروز له اقتصادي پلوه ښه پرمختګونه لرل او نورې لویې پروژې هم په پام کې دي او بشري پانګې ته یې هم ځانګړې پاملرنه کېږي چې له دې پانګې به ټول افغانستان ګټه واخلي. لکه زموږ عظیم او تاریخي سیستان چې د علم، فرهنګ او هنر مرکز او د عیارو او اتلانو هېواد و. یو ځل بیا یې ټولو ته مبارکي وایم.#
پای – ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته