امنیت

په غزني کې وسلې ترلاسه شوې

کابل/ د تلې ۲ مه/ باختر
د ملي امنيت د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په غزني ولايت کې د طالبانو د يو قوماندان  له پټنځي څخه څو وسلې ترلاسه کړې.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي: دملي امنيت د لوى رياست ځانګړو قطعاتو د غزني ولايت په اندړو  ولسوالۍ کې د طالبانو د تروريستي ډلې د سرې قطعې د قوماندان په ابويوسف مشهور  د ملا ادريس پر قرارګاه هدفمند عمليات ترسره کړل چې په پايله کې د دښمن درې قرارګاوې ويجاړې شوې او يو کلاشنيکوف، درې تومانچې، يو شات ګڼ، ٦ لاسي بمونه، يوه مخابره، د ماين ١٧ کانچې، ٨ ريموټ کنټرولونه، د موټرو ١٠٠ جوړې پليټونه او٢٠٠ جوازسير، ١٥٠ تبليغاتي پاڼې، يو کمپيوټر، ٤ جوړې پوځي دريشي او دسپکو وسلو يوه اندازه مهمات د ملي امنيت د لوى رياست ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته