امنیت

په افغانستان کې دوسله والو طالبانو ددوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو نيول

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دوسله والو طالبانو دوه تنه سيمه ييز قوماندانان دناټو  اوافغان دځواکونودعملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دغه قوماندانان نن سهار دهلمند د واشيراوقندهار ولايت دپنجوايي دولسواليو په مربوطاتو کې ونيول شول.
باختراژانس ته دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ دغه قوماندان چې ديولړتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ونيول شول.
ويل کېږي ددغو عملياتو په بهيرکې ددغو قوماندانانو شل تنه وسله وال  هم وژل شوي   اويا نيول شوي دي.
ناټوددغو قوماندانانو دنيولو په بهيرکې دوسله والو طالبانو دوسلو اونشه يي توکو دوه زيرمې هم ترلاسه  شوي دي .
له دغو زيرمو څخه دوسله والو طالبانو  جنګي وسايل  اوپه سلګونو کېلوګرامه چاوديدونکې  او نشه يي توکې هم ترلاسه شوي دي.
له بله پلوه ناټودپوځي خبرپاڼې  په خپرولو سره دسرپل ولايت په مرکز سرپل ښارکې دوسله والو طالبانو ديو سيمه ييز قوماندان دنيولو خبرورکړ .
دغه قوماندان په سرپل ښارکې  دوسله والو طالبانو ديوې ډلې  مشرۍ په غاړه درلوده .
دغه راز ناټو وايي چې نن سهار يې دوه تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت دخوږياڼيو  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو په بهيرکې نيولي دي.
په دغو جګړه مارانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دافغان اوناټو دځواکونوله خوا بريد وشو او ونيول شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته