ښوونه او روزنه

په سمنګانو کې څه دپاسه ٢٠٠٠ تنو ليک لوست زده کړ.

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
په روان کال کې  دوه زره پنځوسو تنو دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې دليک لوست دزده کړې په کورسونو کې ليک لوست زده کړ .
د ايبکو ښاروالۍ خدماتي  کارکوونکى او دليک لوست  د زدکړې دکورس يو فارغ امين الله وايي هغه وخت  مې چې په ليک لوست نه پوهيدم هغه ليک چې له رياست څخه بلې ادارې ته وړه ، له ستونزو سره مخامخ کيدم خو اوس چې په ليک  لوست پوهيږم  ليک له کومې ستونزې پرته اړوندو ادارو ته  رسوم .
دغه يو څلويښت  کلن سړى دايبکوښاروالۍ دليکونو دويش دنده پرغاړه لري .
دسمنګانو ولايت  دپوهنې رياست دليک لوست دزده کړې امر فيروز الدين احمدزي باختراژانس ته وويل چې په  ١٣٩٦ تعليمي  کال کې له پنځلس  کلنۍ  څخه تر پنځه څلوښت  کلنۍ پورې  دوه زره پنځه سوه تنه ښځې او نارينه دسمنګانو ولايت په مرکز  او شپږګونو ولسواليو کې ددغې ادارې  په چوکاټ  کې  دليک لوست دزده کړې  له کورسونو  څخه فارغ شوي دي .
دسمنګانو په ولايت کې  داحصائيې  دمرکزي ادارې آمر محمد عارف امين وايي دهغې اقتصادي ، ټولنيزې  او ديموګرافيکي سروې له مخې چې په  ١٣٩٣ کال کې شوې ده ددغه ولايت په سلوکې  دوه ديرش اعشاريه شپږ وګړي باسواده او نور يې بې سواده و .
  ديادونې وړ ده چې تيرکال  هم دوه زره درې سوه پنځوس   تنه ښځې او نارينه دليک لوست دزد ه کړې  له کورسونو څخه فارغ شوي و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته