روغتیا

دباميانو ولايت دعامې روغتيا له رياست سره د امبولانسونو او طبي وسايلومرسته وشوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
جاپان د باميانو ولايت د عامې روغتيا له رياست سره د شپږو امبولانسونو مرسته وکړه.
د باميانو ولايت دعامې روغتيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوه اندازه طبى وسايل او شپږ امبولانسونه چې په طبي وسايلو سمبال دي؛ د جاپان د استازي له خوا د باميانو ولايت دعامې روغتيا رياست ته وسپارل شول .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو مرستو ارزښت يو سلو شپيتو زرو امريکايي ډالرو ته رسيږي او دغه وسايل به د باميانو ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو روغتونونو ته د نسايي ولادي برخې لپاره روغتيايي امکانات برابر کړي.
په هغو مراسمو کې چې د دغو امبولانسونو او د طبي وسايلو د سپارلو په مناسبت د دغه ولايت د عامې روغتيا په رياست کې پرځاى شوي و؛ د باميانو ولايت د عامې روغتيا رييس د روغتيا په برخه کې د جاپان د مرستو له امله مننه وکړه او د دغو مرستو په دوام باندې يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته