امنیت

اجرائیه رئیس د کابل پرونۍ ترورستي پېښه وغندل

کابل باختر د وري شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس داکټر عبدالله عبدالله د کابل ښار په دوهمه حوزه کي پرونۍ ترورستي پيښه په کلکه وغندل.
په دغه موټر بم ځانمرګي برید کي، چي د خلکو دښمنان وکړ، ۷ تنه شهیدان او د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۳۱ نور ټپيان شول.
اجرائیه رئیس د پېښي شهیدانو ته د فردوس جنت او زخمیانو ته د عاجلي شفا دعا وکړه.
ده پرونۍ برید د افغانستان د هغو قسم خوړلو دښمنانو کار وباله، چي د پردیو بادارانو مزدوري کوي او د هغوی د خوشحالولو لپاره افغان ملت د غم پر ټغر کښينوي.
ده امنیتي ارګانونو ته وظیفه سپارلې، چي نه یوازې د پيښې د عاملینو په موندلو پسې جدي تحقیقات وکړي، بلکه د مسؤلو ادارو په توګه د خلکو د ساتني لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
اجرائیه رئیس د کابل د تیري ورځي، دوې ورځي مخکي د وردګو او غزني په ولایتونو کي ورته ترورستي پيښي د سولي خبرو لپاره د جدي ګواښونو په توګه وبللې او مخالفي ډلې یې د عواقبو مسؤلي وبللې.
ډاکټر عبدالله له مخالفینو وغوښتل، چي نور د بې ګناه خلکو وژني بس او د سولي لپاره کار کول پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته