اقتصاد

د ماليې وزير د مرسته کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :
د ماليې وزير نن د بېلابېلو هېوادونو له سفيرانو سره د سام د لوړ رتبه هيئت د غونډې د ترسره شويو  ژمنو او د بروسلز او وارسا دغونډو لپاره دتياري په باب وکتل.
د ماليې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د ماليې وزير اکليل حکيمې په دې کتنه کې وويل: ټولو وزارتونو د سام د لوړ رتبه هيئت د غونډو ژمنو ته د رسيدو په خاطرخپل عملياتي پلانونه چمتوکړي دي او د افغانستان دولت د دغې غونډې د ټولو ژمنو په تحقق ژمن دى.
د مرسته کوونکو هېوادونو سفيرانو او استازو د ترسره شويو ژمنو د تطبيق په لاره کې د افغانستان د دولت پرمختګونه وستايل او د وارسا او بروسلز د کنفرانسونو په باب چې په نږدې راتلوونکې کې له افغانستان سره د مرستې لپاره جوړيږي؛ خپلې نظريې شريکې کړې.
دغه راز د سام د لوړ رتبه هيئت د غونډو د ژمنو ترسره کول يې د دغو دوو غونډو لپاره د برياليتوب کيلې وبللې.
په دې غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين، د کاناډا، امريکا، د اروپا اتحاديې، انګلستان، آلمان، جاپان او د هالند سفيرانو او د يوناما، نړيوال بانک او د آسيا پرمختيايي بانک استازو هم ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته