امنیت

يو وسله وال مخالف ووژل شو او اووه تنه نوريې ونيول شول

دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې دهغو پوليسودعملياتو په بهيرکې چې دهيوادپه ځينو  سيمو کې ترسره شول يو وسله وال مخالف ووژل شو او اووه تنه نور يې ونيول شول.

دباختراژانس دخبرله مخې  دکورنيو چارو وزارت نن ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره  ويلي دي  امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې دکابل _ کندز،. کندهار ،هلمند او دزابل دولايتونو په مربوطاتو کې  يولړ تصفيوي  علميات ترسره کړل   .

په دغو عملياتو کې يوتن وسله وال مخالف  وژل شوى  او اووه تنه نور وسله وال مخالفين نيول شوي دي .

دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې  يوه زياته  اندازه  امونيم نايتريت  سره چې دبمونو په جوړولو کې کارول کيږي  له يوشمير ډول ډول ماينونوسره دعملياتو  دبرخه والو لاسته ورغلي دي .

له بله پلوه دبغلان دپوليسو مقاماتو ويلي دي يو ماين ايښودونکي پرون دمرکزي بغلان په پښتونستان څلور لاري کې هغه وخت ووژل شو چې غوښتل يې يو ماين په سړک کې ځاى پرځاى کړي خو دماين دچاودنې له امله ووژل شو .

په همدې حال کې   دکابل پوليسو يوولس تنه چې دغلا   وژنې او دنشه يي توکو دقاچاقو  تور ورباندي لګول شوي دي  دکابل ښار دپنځمې  اويوولسمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته