نړۍ

په مصر کې چاودنه .

قاهره باختر د لړم پنځلسمه :
  په مصر کې  داورګاډي په تم ځاى کې دبم دچاودنې له امله درې تنه ووژل شول او ١٢ تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس د رويترز  دخبري اژانس له خولې خبر راکړ. چاودنه پرون ماښام دتيل ددلتا په سيمه کې دالمنوفيه  ولايت داورګاډي  په تم ځاى کې وشوه .
دمصر ټلويزيون هم اعلام وکړ چې چاودنه  داورګاډي په يو واګون کې وشوه .
دمصر دکورنيو چارو دوزارت وياند وويل چې تم ځاى ته داورګاډي له رسيدو سره جوخت  امنيتي ځواکونه په اورګاډي کې دبم دشتون په باب مشکوک شول او له ځنډ پرته يې د مسافرينو په ايستلو اقدام وکړ خو بم په وروستي  واګون کې وچاوديد دوه تنه وژل شوي  دپوليسو ځواکونه دي .
  تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته