ورزش

په ملي سياليو کې دهرات دتکواندو کارانو نجونو تياري .

کابل باختردلړم شلمه :
دتکواندو کارو نجونو دمنتخب  سياليو اتم پړاو نن دهرات ښار دميرويس صادق  په ورزشي  سالون کې پيل شو .
په دغوسياليو کې دهرات داتو کلپونو  ١٠٥ ځوانو او تنکيو ځوانانو نجونوپه ملي سياليو کې دګډون په خاطر سيالۍ وکړې .
دهرات ولايت دتکواندو فدراسيون رييس احمد جاويد رسولي دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغوسياليو موخه د هرات دځوانو او تنکيو ځوانانو نجونو تياري ، دهېواد ملي سياليو  ته دګډون لپاره وباله چې له  ١٠٥ تنو تکواندو کارانو نجونو څخه لس تنه يې تنکۍ ځوانانې او ٨ تنه يې ځوانې نجونې  ملي سياليو ته ټاکلې کېږي اودملي سياليو داجرا کولو په خاطر به کابل ته لاړې شي
ټاکل شوې ده تر شلو راتلونکو ورځو پورې دهېواد په کچه  ملي سيالۍ به پيل شي او له ټول هېواد څخه به تکواندو کاران سيالۍ وکړي .
تيرکال  دهرات تکواندو کارانو دښځو په برخه کې  وکولاى شول اتلولي وګټي او په راتلونکې کال کې هم دغو ورزشکارانو وکولاى شول په نړيوالو سياليو کې دبرونز مډال او نور اتلولي نومونه  وګټي .
  ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته