ټولنه

په ايران کې دوروستيو ترافيکي پيښو قربانيان ، هراتيان وو .

-کابل باختر دتلي پنځلسمه :
په ايران کې دوروستۍ مرګانۍ ترافيکي پيښې قربانيان دافغانستان دهرات اوسيدونکي و .
درارسيدلو خبرونو له مخې په دې ترافيکي پيښه کې چې دايران دزاهدان په  خواش  ساحه کې رامنځته شوه لس تنه افغانستاني مهاجرين ووژل او يوولس تنه نور ټپيان شول .
  ويل کيږي چې قربانيان له اتلس کلنۍ څخه تر پنځه ويشت کلنى پورې ځوانان وو چې په افغانستان کې دکار دنشوالي په دليل ايران ته تللي وو .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ځوانان ددغه ولايت دشينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي وو .
ده وويل  چې ددغو قربانيانو مړي دشينډنډ ولسوالۍ ته ليږدول شوي او خپلوانو ته يې سپارل شوي دي .
زياتره  افغاني ځوانان او کورنۍ په ايران کې دترافيکي پيښو له امله له منځه ځي .
په هرات کې  سيمه ئيزې سرچيني وايي څرنګه چې دغه افغانان په قاچاقي ډول ايران ته ځي له دې امله په قاچاق وړونکو پورې داړوندو موټرو چلوونکى ددغو پناه غوښتوونکو درسولو لپاره له زيات ګړنديتوب څخه کار اخلي  هغه  اقدام چې افغانانو ته دمرګانيو پيښو سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته