امنیت

دکندز ولايت په امنيې قوماندانۍ دځانمرګو يرغلګرو ډله ييز بريد

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢١ :
يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو څوشيبې مخکې دکندز ولايت په امنيې قوماندانۍ بريد وکړ.
لومړى يوه ځانمرګي يرغلګر ځان په کندز ښارکې ددغې قوماندانۍ ددروازې په وړاندې وچاوه  او وروسته  څو تنو نورو يرغلګرو په امنيتي ځواکونو په ډزو لاس پورې کړ.
دباخترآ ژانس خبريال  رحمت الله حرمت  دپيښې  له ساحې څخه  خبر راکړ  چې ديرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ  نښته دوام لري .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ شاوخوا ساحه  همدا اوس داردو او دپوليسو دپوځيانو په کلابندۍ کې ده  .
پوځيان هلې ځلې کوي  چې يرغلګر وځپي .
تراوسه پورې سيمه ييزو مسوولينو ددغې پيښې دڅرنګوالي په باره کې  نظر نه دى څرګند کړى .
زموږ خبريال وايي  چې دکندز ولايت په امنيې قوماندانۍ ديرغلګرو ډله ييز بريد ټيک په داسې حال کې شوى دى چې په لسګونو تنه ملکي وګړي دخپلو کارونو او غوښتنليکونو دڅيړنې او ترسره کولو لپاره دغې قوماندانۍ ته ورغلي وو.
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته