امنیت

په کندز کې دڅلورو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
څلور تنه ډار اچوونکي پرون دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته  خبر ورکړ چې دغه ډار اچوونکي ددغه ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ په محب الله  غونډى کې دافغان پوځيانو  په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونوکې  ٧ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول.
  ديوبل خبرله مخې،  دامام صاحب ولسوال  محبوب  الله سعيدي وويل چې ډار اچوونکو تيره شپه دامام صاحب ولسوالۍ په جوي بيګم  کې په تصفيه  شويو ساحو بريدونه وکړل  چې دامنيتي ځواکونو له مقاماتو سره مخامخ شول او دوى  ته دسر دروند زيان اوښتى دى  خو دقيق شمير يې   تراوسه پورې معلوم نه دي
ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته