امنیت

په ننګرهار ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
امنيتي ځواکونو پرون دننګرهار ولايت د روداتو په ولسوالۍ کې د يوې چاودنې مخه ونيوله .
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل:
ډار اچوونکو غوښتل چې ديو ماين په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښه رامنځته کړي خو بريالي نشول.
ده وويل چې دغه ماين دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شو.
په افغانستان کې طالبان په ګڼ ميشتو لارو کې بمونه او ماينونه ښخوي داسې اقدام چې ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته