نړۍ

د آذربايجان جمهور رئيس خپله ميرمن د لومړۍ مرستيالې په توګه وټاکله

باکو دويچه ويله باختر د کب دمياشتې  ٤ :
د آذربايجان جمهور رئيس مهربان الهام علي يف  خپله ميرمن (مهربان علييفا) د دغه هېواد د جمهوري رياست د مرستيالې په توګه ټاکلې ده .
د الهام علييف دغه فرمان د آذربايجان د جمهوري رياست په انترنټ پاڼه کې خپره شوې ده.
علييف په  ٢٠٠٣ ميلادي کال کې واک ته ورسيد،  له ده مخکې د ده پلار  حيدر علييف د لسو کلونو لپاره د آذربايجان مشري کړې وه.
د الهام علييف اداره د بشر د حقوقو د مدافع ډلو او د لويديځوحکومتونو له خوا د سياسي مخالفينو، د بشر د حقوقو د مدافعينو او خبريالانو د ځپلو تور لګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته