فرهنګ

دډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهېواد  دپيژندل شوي شاعر او ليکوال عبدالله فوژان فاريابي مړينه يوه ضايعه بولي .
ارواښادعبدالله فوژان فاريابي دخپل عمر زياته  برخه فرهنګي کارونو ته وقف کړه او دفارياب جريدې په مديريت او په کابل کې دانيس دملي ورځپاڼې په اداره کې کار وکړ او په ١٣٥٢ کال کې يې رسانه يي کار ته مخه وکړه .
دغه راز ارواښاد فوژان فاريابي  بديهه ويونکي شاعر و او په زړو اونويو قالبونو کې يې شعرونه ويل او دده شعرونه  زياته حماسي  بډاينه  لري .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهېواد ددغه نوميالي شاعر مړينه يوه فرهنګي ضايعه بولي  او دالله (ج )  له دربار څخه اروښاد ته  دفردوس  جنت او پاتې کسانو  کورني او دهېواد فرهنګي او رسانه يي ټولنې ته دجميل صبر  هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته