سیاست

جمهور رئیس غني د زابل له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابلباختر د وږي د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د قندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د زابل ولایت له یو شمېر مشرانو او استازو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دغو مشرانو جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال له هغه سره د پوهنې، د ولسوالیو د ودانیو، سرکونو، د بندونو او نورې سیمه‌ییزې ستونزې شریکې کړې او همدارنګه یې د میرویس نیکه د کلا د جوړولو وړاندیز هم وکړ.
هغوی د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس د اقتصادي برنامو، لویو پروژو، د سولې، له اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو د برنامو قدرداني وکړه او همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې وستایلې او جمهوررئیس ته یې د بشپړملاتړډاډ ورکړ.
جمهوررئیس غني د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی له ملاتړ څخه مننه وکړه او وې ویل، په نږدې راتلونکي کې د بشري سرچینو د عالي شورا په جوړولو سره به د پوهنې اړوند ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه زیاته کړه، د ولسوالیو د ودانیو ستونزې د اساسي حل په موخه په ولسوالیو کې د کمپلکسونو جوړولو په طرحه کار روان دی.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د میرویس نیکه کلا به په خپلو شخصي پیسو ورغوي. هغه د ولسونو رول او همکارۍ ته په اشارې له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د پوهنې، سولې د تامین او له اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د حکومت د برنامو لا زیات ملاتړ وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته