کابل/د مرغومي۱۰مه/باختر
درې وسله وال طالبان پرون په جوزجان کې په هوایي برید کې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چې په هغه برید کې چې د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ په چهل تپه کلي کې د طالبانو د سیمه ییز قوماندان مولوي شرف الدین پر قرارګاه ترسره شو، درې وسله وال طالبان ووژل شول.
رضایي زیاته کړه چې په برید کې پنځه نور طالبان ټپیان شول.
پای/شکریه