امنیت

د قندهار ولايت د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو د سرغړونو په اړوند د دغه هېواد د سفارت د شارژدافير احضارول

کابل/ باختر د ثور ١٦:
په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافير، پرون د قندهار ولايت د سپين بولدک  ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو په پوستو او د لقمان کلي په ښوونځي د پاکستاني پوځيانو له خوا د درندو وسلو د ډزو او سرغړونو په اړوند د بهرنيو چارو و زارت ته احضار او د افغانستان لوري سخت اعتراض ورته بيان شو .
د بهرينو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د بهرنيو چارو وزارت د لومړۍ سياسي څانګې رييس د پاکستاني ځواکونو له خوا د درندو وسلو ډزې چې له امله يې يو ملکي وګړى شهيد او يوشمېر نور ټپيان شوي دي، په ښکاره سرغړونه او لمسوونکي حرکت وباله او د افغانستان د اسلامي جمهوريت سخت اعتراض د پاکستان د سفارت شارژدافير ته څرګند کړ او له هغه څخه يې په جدي توګه غوښتنه وکړه چې ډير ژر د افغانستان د اسلامي جمهوريت انديښنې د دغه هېواد اړوندو مقاماتو ته ورسوي چې ډير ژر يې دغه سرغړونې پاى ته ورسوي .
دغه راز د احضار په بهيرکې ټينګار وشو چې د لقمان او نظر کلي د ډيورنډ د فرضي کرښې دې خوا ته موقعيت لري او د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د هر راز سرغړونو په وړاندې د هغو ساتنه خپله دنده او مسووليت بولي.
په ځواب کې، د پاکستان سفارت شارژدافير د دغه شان پيښو له امله  د خواشينۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په دې باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوري انديښنې او پيغام به په اسلام آبادکې د پاکستان اړوندو مقاماتو ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته