امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

نورستانباختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
اته وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د سرحدي ځواکونو په  جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو له ډيورندکرښې څخه له تيريدو وروسته کله چې غوښتل يې په افغان سرحدي ځواکونو بريدوکړي؛ د پوځيانو له خوا ډزې وشوې.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: وسله والوطالبانو له ډيورندکرښې څخه په تيريدو سره غوښتل په افغان سرحدي ځواکونو بريد وکړي چې د افغان پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
ويل کيږي؛ په دې جګړه کې سرتيرو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته