کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دولت ۴۷ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په بهير کې د طالبانو د څلورو سيمه يېزو قوماندانانو په ګډون ۲۹ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ۱۸ تنه نوريې ټپيان شول .
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار،کاپیسا، پکتیکا، روزګان ، هرات ، کندز ، بغلان او دهلمند د ولایتونو په ځینو ولسوالیوکې ترسره شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ