کابل باختر دوږي څوارلسمه :
د نشه يي توکو او مسکراتو پرخلاف د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز پوليسو لس تنه د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
باختر آژانس ته دمسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د عدلي اوقضايي مرکز وياند خالد احمد موحد د څرګندونو له مخې، دغه کسان تېره اوونۍ د کابل، ننګرهار، هرات، ميدان وردګو، بغلان او د قندهار له ولايتونو څخه د قاچاقو د نهو قضيو په اړوند د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې د پوليسو له خوانيول شوي و او د عدلي او قضايي تعقيب په مقصد د مسکراتو او نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې عدلي اوقضايي مرکز ته سپارل شوي دي .
موحد زياته کړه: له نيول شويوکسانو څخه په ټوليزه توګه درې کيلوګرامه هيروئين، ۲۵کيلوګرامه اپين ، ٢٣٣ کيلوګرامه چرس، څه دپاسه يو کيلوګرامه شيشه ، نهه ليتره الکولي مشروبات، شپږ کيلوګرامه کيمياوي توکي، اووه زره ليتره تيزاب او يوشمېر نور نشه يي توکي، يوولس موبايل تيلفونونه او درې نقليه واسطې ترلاسه شوې دي .
ختم_ ج _ اکرم