سیاست

دعدليې وزارت او دجي اي زيت موسسې ترمنځ همکاري ديادونې وړ ده .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :

دجي اي زيت موسسې لوى رييس ګيرهارد زيپل  دعدليې  له وزير ډاکتر عبدالبصير انور سره وکتل .

دعدليې وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې لومړى دعدليې وزير  دجي اي زيت موسسې ديوه کارکوونکي دتښتول کيدو له امله  خپله انديښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه هغه پيښه چې تيره شپه  په رښتيني توګه موږ ته هم دردوونکې وه او هغه کسان چې  دغه جرمونه ترسره کوي غواړي چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې شتون ګډوډ کړي .

په دې ترڅ کې دعدليې وزير دالمان او افغانستان ددوستۍ داړيکو دسلمې کاليزې له امله مبارکي وويله .

دغه راز  زيپل وويل چې موږ له افغانستان څخه نه ووځو او موږ له تاسو سره همکاران يو او په رښتيني توګه چې دجي اي زيت موسسې  او دعدليې وزارت ترمنځ همکاري  ديادونې وړ دي .

په پاى کې دواړو لورو ددغې موسسې اودعدليې وزارت ترمنځ  دهمکاريو په باب معلومات تبادله شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته