ورزش

فوټبالرانو ته د حکمتوب د کورس جوړول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د افغانستان د فوټبال فدراسيون په سمنګانو ولايت کې د فوټبال ٢٤ تنو ورزشکارانو ته د حکمتوب روزنيز کورس جوړ کړى دى.
د فوټبال فدراسيون يوه مسوول محمد حامد ميوند باختر آژانس ته وويل: دغه روزنيز پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا د حکمتوب د کورس تر عنوان لاندې د ٢٤ تنو غوره ورزشکارانو ته د پنځو ورځو لپاره جوړ شوى دى .
ميوند زياته کړه: د دغه روزنيز پروګرام د جوړولو موخه د ورزشي ټيمونو د مسوولينو د پوهې د کچې لوړول او دغه راز د فوټبال په نويو مهارتونو د ورزشي حکمانو د پوهاوي د کچې لوړول دي .
د يادونې وړ ده چې په سمنګانوکې د فوټبال ورزش په دې وروستيو کلونوکې وده کړې ده او د دغه ولايت دوه زره تنه ځوانان په اتيا ورزشي ټيمونوکې تنظيم دي او هره ورځ خپلو تمرينونو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته