سیاست

جمهور ريیس غني له بین المللي رسنیو سره په ناسته کې : افغانان شاتګ نه کوي

کابل / د سلواغې٤مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د بین المللي رسنیو له ارشد خبریالانو سره د روان وضعیت، سولې پروسې، حکومتولۍ،  اصلاحاتو،  فساد ضد مبارزې او دسیمه ییزې همکاریو په پراختیا کې د افغانستان درول په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رييس دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : په  دې ناسته کې جمهور ريیس په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د پرمختګونو د تشریح پر مهال وویل، افغانستان بېوزله هیواد نه دی، زموږ د هیواد موقعیت د دې لامل ګرځېدلی چې له افغانستان څخه د ګازو د نل لیکې، برېښنا انرژۍ او نوري فایبر لېږد  کاري بهیر دوام ومومي، همداراز زموږ هیواد د پانګونې په ځانګړي ډول د لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې له ښو ظرفیتونو برخمن دی.
جمهورريیس له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، افغانان د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نلري، خو خبرې اترې  پرې مهمه ده او که دا  خبرې اترې له طالبانو سره کېږي دا به  د نورو  سختو جګړو         د سلسلې د پیل په معنا وي او که  افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده.
جمهورريیس غني د ناټو سازمان په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالتونو او د افغانستان د شریکانو د سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه او ويې ویل، موږ د دې لپاره اوربند غواړو چې  په ۲۰۱۷ کال کې له طالبانو سره اوربند موږ ته دا اجازه راکړه چې د سولې پر لور حرکت وکړو او دغه اوربند ۹۸ سلنه موثر وو.
هغه زیاته کړه:  افغانان د جنګ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، د تاوتریخوالي کمېدل پایله نلري، خو اوربند د دې ښکارندویي کوي چې افغانان سیاسي دیالوګ ته واقعي تعهد لري.
جمهورريیس د دې په بیانولو سره چې پر خپل ځان بسیاینه د افغان حکومت لپاره کلیدي موضوع ده وویل : د افغانستان اوبه د مدیریت په حال کې دي او د موجوده  پنځه کلن پلان  له مخې به پر دې وتوانېږو چې وچکالي مهار کړو.
جمهورريیس غني په ټینګارسره  وویل، افغان ښځې شاتګ نه کوي او ویاړم چې په ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو کې سفیرانې ښځې دي او په وړتیا د خپل هیواد استازیتوب کوي.
جمهورريیس وویل، د افغانستان په تاریخ کې مو د لومړي ځل لپاره تېر کال له ټولو ولایتونو څخه د ښځو یوه جامع جرګه لرله.                                                                            هغه زیاته کړه ځوان نسل په ځانګړي ډول افغان ښځې فعالې دي چې د نجونو رباتیک ټیم او د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت یې غوره بېلګې دي.
محمداشرف غني یو ځل بیا په ټینګار وویل چې افغانان شاتګ نه کوي، خو که طالبان پرې ټینګار کوي، زموږ  ټولنې ته د منلو وړ نه دي.                                                              پاى ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته