ټولنه

د ننګرهار خلک ١٤ کيلومتره کليوالي سړک جوړوي

کابل /د وري ١٢مه /باختر
د ننګرهار يو شمېر اوسيدونکي په يو بې ساري اقدام کې د يوکليوالي سړک په جوړولو پيل کړى دى .
دغه سړک د ١٤ کيلومترو په اوږدوالي د بټې کوټ ولسوالۍ د کامې ، بهسودو او د ګوشتې له ولسواليو سره نښلوي.
د ننګرهار د دغو سيمو خلک کلونه کلونه د سړک د نشتوالي له امله له ډول ډول ستونزو سره مخ دي .
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ يوشمېر قومي اوسيمه ييز مشران د لسګونو ځوانانو په همکارۍ د دغه کليوالي سړک د جوړولو کار پرمخ وړي.
د ننګرهارد والي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل خلک په خپله د کار وسايل چمتوکړي اود دغه سړک په جوړولو بوخت دي .
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته