امنیت

د ملي دفاع وزارت سرپرست د تروريستي پيښې د ټپيانو پوښتنه وکړه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د ملي دفاع وزارت سرپرست نن د تروريستي پيښې د ټپيانو پوښتنه وکړه.
د ملي دفاع وزات د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي دفاع وزات سرپرست څارنپوه عنايت الله نظري د هغې ځانمرګې پيښې له ټپيانو سره چې نن د تره خيلو په تنګى کې وشوه؛ د سردار محمد داوود خان په روغتون کې پوښتنه وکړه او په بسترکې د ټپيانو د ښې درملنې په خاطر يې د دغه روغتون مسوولينو او ډاکترانو ته لازمې لارښوونې وکړې .
د يادونې وړ ده چې د هغه ځانمرګى بريد له امله چې د تره خيلو په تنګى کې د ملي اردو په يو بس موټر وشو؛ د ملي اردو٦تنه منسوبين شهيدان او ١٤ تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته