سیاست

داجرائيه رياست دډاډګېرنې پيغام

کابل  باختر دکب دمياشتې  ٩  :
په پنجشيرکې  دلومړني جهادي آمر  الحاج ملک محمدهاشم  خان دمړينې له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست دډاډګېرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ډير سابقه لرونکى مجاهد او  په پنجشيردره کې  دجهادي جبهې لومړى آمر دهغې ناروغۍ له امله  چې ورپيښه شوې وه  ، وفات شوى دى  .
په داسې حال کې چې  دهېواد ددغه مخور شخصيت او دميړني بچي ميړانه چې خپل عمر يې  هېواد ته دخدمت  او ددين او دخپلو خلکو  دآزادۍ اوعزت په لاره کې په مبارزه کې تير کړ ، دافغانستان  خلکو په تيره بيا  دپنجشير مجاهدپالو خلکو ته ستره ضايعه بولو .
دلوى خداى  (ج) له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس  جنت او دکورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوو.
ارواښاد ملک محمد هاشم  خان  ددې هېواد  دخلکو او دين  رښتينى خادم  و چې په خپل مبارزاتي ژوند کې يې سخت پړاونه تير کړل  خو يوه شيبه هم دين او خلکو ته دخدمت لپاره دهغه په اراده  او هوډ کې تزلزل څرګند نشو .اروادې ښاده  او ياد دې  تل وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته