سیاست

جمهور رئیس غني: د معلوماتي ټکنالوژۍ د انکشاف لپاره پنځه کلنې ستراتیژۍ ته اړتیا ده

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠ نيټه :
د لوړو زده کړو وزارت مسوولینو "د مډرن او ټکنالوژۍ خدمتونو سره د مدیریتي سیستمونو د واحد جوړولو " تر سرلیک لاندې د معلوماتي ټکنالوژۍ د دیارلسم ملي کنفرانس د جوړولو د پایلو په اړه جمهور رئیس غني ته معلومات ورکړل.
دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري د دغعه کنفرانس د جوړولو په اړه معلومات  ورکړل او د معلوماتي ټکنالوژۍ له برنامو  څخه یې د جمهوررئیس غني د ملاتړ قدرداني وکړه.
هغه د معلوماتي ټکنالوژۍ په وده او انکشاف کې د دې ډول برنامو رول ارزښناک وباله وې ویل، په دې کنفرانس کې رقابتي نندارتون جوړ شوی وو        او ۲۵ پروژې ننداري ته وړاندې شوې چې له معیاري سنجش وروسته پنځو پروژو لوړ مقام وګاټه.
ده د معلوماتي ټکنالوژۍ د ودې او انکشاف، په دولتي ادارو کې د دې پدیدې  د پراختیا، له پروژو او کاري ځواک څخه د ملاتړ په برخو کې خپل وړاندېزونه مطرح کړل او هغه یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د راتلونکي وضعیت په ښه والي کې ګټور وبلل.
د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژۍ د تحقیقاتي مرکز رئیس ډاکټر نذیر پیروز      او پوهنیار احمدمسعود لطیف‎رای دمعلوماتي ټکنالوژۍ دکنفرانس او نندارتون جوړولو، په ښه حکومتوالۍ کې د هغې د رول او په بېلابېلو بنسټونو کې له هغې څخه د موثرې استفادې په اړه خبرې وکړې.
ویناوالو د معلوماتي ټکنالوژۍ له برنامو څخه د جمهور رئیس د هر اړخیز ملاتړ  د قدردانۍ ترڅنګ دمعلوماتي ټکنالوژۍ د پیاوړتیا دبرنامو او په افغانستان کې  د هغې د پراختیا پر وړاندې پرتې ستونزې بیان کړې.
د هېواد جمهور رئیس په خپلو خبرو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د دیارلسم کنفرانس له جوړونکو مننه وکړه ويې ویل: د معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون        هر ګټونکي ته له خپلو شخصي پیسوڅخه ۶۰ زره افغانۍ ورکوم.
جمهور رئیس غني د معلوماتي ټکنالوژۍ د ارزښت او د ادارو او دخلکو ټولنیز ژوند په ښه والي کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې ويې ویل، زموږ د ژوند چاپیریال د بدلون په حال کې دی او دا بدلون زموږ د څلورم صنعتي انقلاب محصول دی.
جمهور رئیس زیاته کړه، د معلوماتي ټکنالوژۍ له پرمختګ، د شرکتونو، ملتونو، دولتونو او براعظمونو ترمنځ د سیالۍ ډول تغيیر کړی او دا پدیده له مفکورې نه په عمل بدله شوی ده.
ده وویل افغانستان باید په معلوماتي ټولنې بدل شي، ځکه موږ په بشپړ ډول په غیرمعلوماتي فضا کې قرار لرو او د هیڅ برخې دقیق ارقام موجود نه دي.
جمهور رئیس غني ځوانانو ته په خطاب کې وویل: تاسې باید له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د معلوماتي ټولنې د جوړولو په برخه کې هڅې وکړئ، ځکه اوس ټولنې د چاپیریال د بدلون پر بنسټ مخته ځي.

هغه د ټکنالوژۍ په برخه کې د تولیدونکې بشري قوا پرجوړښت ټینګار وکړ.
د هېواد جمهور رئیس په تېرو کلونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې     د ستراتیژۍ او منسجم تهداب نشتوالی عمده  ننګونه وبلله ويې ویل:           د ښې ستراتیژۍ نشتوالی د فرصتونو د ضایع کېدو  او محدودیتونو  لامل  شوی.
جمهور رئیس غني د معلوماتي ټکنالوژۍ د پیاوړتیا په برخه کې د واضح لید لوري په لرلو ټینګار وکړ ويې ویل، باید په دې برخه کې فکري ظرفیتونه جوړ     او موثره ستراتیژي ترتیب کړو.
هغه په ټینګار وویل، د انټرنیټ بیه باید راټیټه شي او د انټرنیټ د وېش باور ي شبکې دې جوړې شي.
د هېواد جمهور رئیس د لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو او د مرکزي احصائیې له ادارې وغوښتل چې له نورو ادارو سره په همغږۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ په انکشافي طرحه کار وکړي او په دې برخه کې د ستونزو له ارزونې وروسته دې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره اساسي اهداف تعیین کړي چې دا طرحه په افغانستان شموله او ملي برنامې بدله شي.
جمهور رئیس غني د معلوماتي ټکنالوژۍ د پیاوړتیا په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو د وړاندېزونو هرکلی وکړ او ويې ویل، په نوی ستراتیژۍ کې به ستاسې وړاندېزونه په نظر کې ونیول شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته