کابل باخترد وږي پنځلسمه :
د هغو دوو تنو ستاينه او د کندز د پوليسو له خوا هغوى ته د نغدي مکافاتو ورکول چې څوارلس تنه وسله وال طالبان يې ووژل.
د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدقسيم جنګل باغ نن په داسې حال کې چې د دغه ولايت د مشرتابه هيئت غړي حاضر وو؛ هغه دوه تنه اتلان وستايل چې پنځه ورځې مخکې يې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو سرګروپ ملا باز محمد په ګډون١٤تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي کار له امله ددغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په يکه توت کلي کې وژل شوي وو.
له کندز څخه د باختر آژانس د سيمه ئيز خبريال د خبر له مخې: دغو دوو تنو ځوانانو د امنيتي ځواکونو له ليکو سره د پيوستون په خاطر خپل تيارى څرګندکړ .
دغه راز امنيه قوماندان د دغو دوو تنو د امنيت د تامينولو په خاطر د پوليسو ځواکونو ته لارښوونه وکړه .
0 1 دقیقه لوستل