ټولنه

د خوست –ګرديز دويم سړک جوړېږي

٢٣- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
د خوست – ګرديز د دويم سړک د جوړولو کار په نږدې راتلونکې کې پيلېږي.
اوس د زياتې ګڼې ګوڼې په دليل د خوست ګرديز اوسنۍ سړک د دومره موټرو د تګ راتګ ځواب ورکوونکى نه دى .
د خوست والي مهمند کټوازي وايي چې د خوست – ګرديز د دويم سړک د جوړولو کار په نږدې راتلونکې کې پيلېږي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، د فوايد عامې او د ښار جوړولو او اراضى وزارت انجنيران اوس د خوست – ګرديز په دويم سړک په طرحه کولو کار کوي.
د خوست والي باختراژانس ته وويل چې د خوست – ګرديز د دويم سړک په جوړولو سره خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرېږي.
ټاکل شوې ده حکومت د دغې لويې لارې د دويم سړک د جوړولو لګښت ورکړي.
کارپوهان وايي چې د خوست – ګرديز د لويې لارې د دويم سړک جوړول د خوست اوپکتيا له سمسورتيا ، سوکالۍ اوپرمختيا سره مرسته کوي .
ختم –ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته