سیاست

حامدکرزى: د دې امکان نشته چې طالبان بيا واک ته ورسيږي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
حامدکرزي د چين له سي سي ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي دي چې د دې امکان نشته چې طالبان بيا واک ته ورسيږي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دچين د سي سي ټلويزيون دخبريال د يوې پوښتې په ځواب کې ويلي دي: امکان نه لري چې طالبان بيا واک ترلاسه کړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي دغه راز طرحه کړې ده چې نننى افغانستان له پرون څخه زيات توپير لري. په نننى افغانستان کې څه ناڅه اته مليونه ماشومان، ښوونځي ته ځي چې په سلو کې له ٣٤ تر ٤٠ پورې يې نجونې دي.
په ٢٠٠١ کال کې افغانستان يواځې درې پوهنتونونه درلودل، خو نن څه ناڅه ٣٥ پوهنتونونه لري او دغه راز شخصي پوهنتونونه چې په سلوکې پنځه ديرش محصلان يې نجونې دي، نن ښځې د کار د ځواک يوه برخه دي، په رسنيوکې حضور لري. په مدني ټولنه کې فعالې دي، په پارلمان کې حضور لري.
دافغانستان اقتصاد وده کړې ده، هيواد پرمختګ کړى دى، د افغانستان نننى ټولنه زيات لاره وهلې ده، طالبانو افغانستان ته هيڅ زيرۍ نه راوړه.
له همدې امله نه طالبان واک ته د ستنيدو توان لري او نه هم ددغه هيواد په خير دي. خو د يو افغان په توګه حق لري راستانه شي او دخپل هيواد يوه برخه شي او د هيواد په سوکالۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.
واقعيت داسې دى. افغانستان د لوګى او ايرو څخه پورته شوى دى.
په تيره يوه لسيزه کې په بېلابېلو سياسي، اقتصادي، پوځي، ټولنيزو او فرهنګي برخوکې هيڅکله له تيرو وختونو سره د مقايسې وړ نه دى او برسيره پر دې د افغانستان خلک نور هيله نه لري تيرو تياروته  را وګرځي.
هغه طالبان چې افغانان دي او غوليدلي دي؛ کولاى شي د روغې جوړې له سياست څخه په استفادې سره له جکړې او ويجاړولو څخه لاس واخلي او د نورو افغانانو ترڅنګ د پرمختګ او سوکالۍ په کاروان کې چې د هيواد اوسني نظام د فکر او انديشې محصول دى؛ همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته