کابل باختر د وږي درې ويشتمه :
دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې نن په پوځي مرکزونو دراکټي بريدونو مخه ونيول شوه .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر اژانس ته خبرورکړ .
دتوغندي دوه ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا په پوځي مرکزونو دتوغولو په خاطر دبګرام ولسوالۍ دحسن خيلو دکلي دانګورو په يوه بڼ کې ځاى پرځاى شوي و دبګرام ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو دپرسونل له خوا کشف او دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجنيرۍ دټيم له خوا ځاى پرځاى وچول شول .
2 د یوې دقیقې څخه لږ