نړۍ

دبخښني نړيوال سازمان دملګرو ملتو له سازمان څخه غوښتي دي چې دسودان پرخلاف د خپلو وسلو بنديزونه پراخ کړي .

نيويآرک باختر د سلواغي شلمه

 دبخښني نړيوال سازمان  دملګرو ملتو له سازمان  څخه غوښتي دي  چې  دسودان پرخلاف  دوسلو بنديزونه  پراخ کړي .

  د بخښني نړيوال سازمان  په خپل وروستي رپوټ کې ويلى دى  داسې شواهد  اومدارک  په لاس کې لري چې له چين  روسيې او بلاروسيې  څخه  واردى شوي وسلي دسودان  په دارفور سيمه کې دغير پوځيانو پرخلاف  کارول شوي دي  له دې امله  بيړني اقدام ته  اړتيا ده . 

 دغه سازمان  په نړيواله کچه دوسلو له پلورونکو څخه غوښتي دي  چې په سودان دوسلو پلورنه  وځنډوي .

  ټاکل شوې ده  دملګروملتو دسازمان  امنيت شورا  په راتلونکي اوونۍ کې  دسودان پرخلاف  دبنديزونو په باب  يوه غونډه جوړه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته