سیاست

د پاکستان د هوايي پوځ له خوا په پکتيکا کې د افغانستان په هوايي حريم د تيري زياتوالى

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٥ :
د افغانستان په ختيځ پکتيکا ولايت کې سيمه ييزو مقاماتو د پاکستان د هوايي پوځ له خوا د افغانستان په هوايي حريم د تيري د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه .
دوى وايي چې پاکستاني پوځيان له زياتې مودې را په دې خوا په تېره بيا په تورخم بندرکې د دواړو هېوادونو د سرحدي ساتوونکو له نښتو وروسته کله ناکله دافغانستان په هوايي حريم تيرى کوي.
د دوى دادعا له مخې: آن د پاکستان پوځي هليکوپټرونه د ډيورنډ له کرښې را په دې  خوا او د پکتيکا ولايت دبرملې او  ګوملې د ولسواليو په ځينو سيموکې کله ناکله ناستې کوي.
دوى خبردارى ورکوي چې پاکستان دافغانستان په  هوايي حريم دپرله پسې تيري ترڅنګ دډيورنډ کرښې ته څېرمه دپوځي تاسيساتو او دروازو د جوړولو په لټه کې دى؛ هغه اقدام چې د دوى په باور کيداى شي د پاکستان پرخلاف دپکتيکاد خلکو د پاڅون سبب شي .
د پکتيکا د ولايتي شورا يوه غړي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دپاکستان پوځي هليکوپټرونه په بې ساري ډول ددغه ولايت دبرملې او ګوملې دولسواليو  په ځينو سيموکې په  ګزمې لاس پورې کوي او آن په ځينو مواردوکې په دغو سيمو کې ناستې کوي.
په همدې حال کې د پکتيکا دولايتي شورا دغه  غړى وايي چې پاکستان په پرله پسې توګه دافغانستان په هوايي حريم په تيري  سربيره  د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په افغان لوري کې دپوځي تاسيساتو او دروازو د جوړولو په لټه کې دى.
د پکتيکا ولايتي شورا وايي چې دپاکستان دغه لمسوونکي اقدامات کيداى شي د دغه هېواد پرضد د پکتيکا ولايت د خلکو د پاڅون سبب شي.
د پکتيکا ولايت مرستيال عطاالله فضلي مني چې دپاکستان پوځي  هليکوپټرونو  د دغو ولسواليو په ځينو سيموکې دافغانستان په هوايي حريم او ځمکنۍ بشپړتيا تيرى کړى دى؛ خو وايي چې دغه تحرکات درې مياشتې مخکې ترسره شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې دپکتيکا د ولايتي شورا دوه تنه غړي وايي چې  دافغانستان په هوايي حريم او ځمکنۍ بشپړتيا تيرى په تورخم بندرکې د دواړو هېوادونو د سرحدي مامورينو له مرګانيو نښتو وروسته  زيات شوى دى
دغه جګړې له هغې وروسته ونښتې چې پاکستاني پوځيانو دډيورنډکرښې ته څېرمه د پوځي تاسيساتو او دروازو د  جوړولو نيت درلود.
دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو وختوکې اعلام وکړ چې د ډيورنډ د کرښې په هره سيمه کې چې وغواړي دروازه  او تاسيسات  جوړولى شي.
پاکستان په ښکاره وايي چې په دغه اقدام سره هلې ځلې کوي چې د ډيورنډ له کرښې څخه د ډار اچوونکو د تيريدو مخه ونيسي. خو افغانستان چې دډيورنډ قرارداد پاى ته رسيدلى بولي؛ وايي چې دپاکستان له خوا په دې  کرښه کې دهر راز تاسيساتو  جوړول غير قانوني او د دغه هېواد په ځمکنۍ بشپړتيا تيرى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته