کابل / باختر د تلې اوومه
د داعش د ډلې يو غړی په ننګرهار ولایت کې د هوایي برید له امله ووژل شو .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د داعش د تروريستي ډلې په پټنځي د ایتلاف د ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دغې تروريستي ډلې یو غړی وژل شوى دى .
دغه راز د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو داعشیانو او طالبانو د تروريستي ډلو ترمنځ جګړه کې یو وسله وال طالب ټپي شوى دى .
پاى /سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ