سیاست

دملي امنيت دشورا غونډه دافغانستان دجمهور رييس په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د ثور نولسمه :

دملي امنيت دشورا غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ  په ارګ کې جوړه شوه .

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې لومړي دهيواد امنيتي مسوولينو دامنيتي قوتونو داحضاراتو ، امنيتي قواوو ته دوسلو ، مهماتو او دلوژستيکي مواو داکمالاتو او دهمغږۍ دمرکزونو  دفعالولو په باب رپوټونه وړاندې  کړل چې  دهغو له څيړنې وروسته دهيواد امنيتي او دفاعي  سکتور ته لازمې لارښوونې وشوې .

په دې غونډه کې دکورنيو چارو  له وزارت څخه وغوښتل شول چې داړونده وزارت د بشري قواوو دپياوړتيا لپاره دې دملي امنيت دشورا مجلس ته يوه منظمه طرحه وړاندې کړي .

وروسته دکورنيو چارو وزير نور الحق علومي دپکتيکا دوالي دتورونو  دڅيړنې دهيئت رپوټ دملي امنيت شورا ته وړاندې کړ او ويې ويل  موظف هيئت داسې هيڅ راز مدارک او شواهد چې دپکتيکا دوالي دڅرګندونو سموالي ثابت کړي نه دى ترلاسه کړى .

غونډې درپوټ  دمحتوا له مخې وپټيله چې دپکتيکا والي دې له  خپلې دندې څخه ګوښه کړى شي .

ديادونې وړ ده چې  دملي امنيت شورا پخوا دهيواد دکورنيوچارو دوزير په مشرۍ  يوواکمن هيئت  موظف کړى و چې دداعش دغړو له کورنيو سره دامنيت شورا دمرستې په باب دپکتيکا دوالي تورونه وڅيړي .

دغونډې په پاى کې دکندز ، بدخشان ، زابل او دغزني په ولايتونوکې دامنيتي حالت او دپوځي عملياتو دپرمختګ په باب خبرې وشوې او دامنيتي او دفاعي سکتور مسوولينو ته لازمې لارښوونې وشوې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته