کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
د خوست ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د نړیوال هوایي ډګر د رنوې او هموار کارۍ چارې د ۸ ميليونه افغانيو په لګښت پیل شوې.
د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل، اړتیا ته په کتو د خوست نړیوال هوایي ډګر رنوې تر څنګ د ساحې هموار کارۍ چارې نن پېل شوې، چې له امله به یې د الوتکو د الوتنې په برخه کې لا ښه خوندیتوب رامنځته شي.
قانت زیاته کړه، چې د هوایي ډګر رنوې یو خوا ته به د ۲۰۰ متره پلنوالي او ۱۲۰۰ متره اوږدوالي هوار کاري ترسره کېږي چې لګښت یې ۸ میلیونه افغانۍ دی او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا ورکول کېږي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت له راتګ وروسته خوست نړیوال هوايي ډګر کې جومات، پارک، سرحدي کنډک ودانۍ او ورداتي برېښنا پروژې پلې شوې دي.
20 1 دقیقه لوستل