ټولنه

سعودي عربستان د دوو مليونو ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته کوي

کابل باختر دسلواغې شلمه :
سعودي عربـستان له بې ځايه شويوکسانوسره د دوو مليونو ډالرو په ارزښت  د خوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته کوي.
په هغې کتنه کې چې نن د افغانستان د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزير ډاکتر جماهير انوري او په کابل کې د سعودي عربستان د سفير ترمنځ وشوه؛ دغه سفير وويل: هيواد يې چمتو دى چې د دوومليونو ډالرو په ارزښت خوراکي توکو او د لګښتې مالونو مرسته وکړي .
  ده دمهاجرينو د راستنولو د چارو له وزارت څخه وغوښتل  چې د وړانديز د برابرولو او دمرستو په ويش کې د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې له دغه سفارت سره همکاري  وکړي .
دا دسعودي عربستان لومړۍ مرسته ده چې په روان ژمي کې کيږي او د دغه هيواد سفير ددغه شان مرستو د دوام  ډاډ ورکړ .
څو ورځې مخکې دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزير سعودي عربستان ته سفر وکړ او ددغه هيواد له مقاماتوسره په کتنه کې يې بې ځايه شويوکسانو ته د مرستې  د جلبولو  په لاره کې خبرې وکړې.
دغه مرسته د ترسره شوي سفر يو برياليتوب بلل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته