خبرونهټولنه

د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر 

کابل ښاروالۍ د ښار اړوند ۱۵مې ناحیې په ۲۳ ګذر کې د یوه سړک جوړلو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاریانو ته د ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې د ۲۳ ګذر اړوند په ګلوبل ښارګوټي کې د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دې سړک په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې  ورته رامنځته شوې دي.

سرچینې همدارنګه ویلي؛ کابل ښاروالۍ پلان لري، چې د یادې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې کړي او له ښاریانو څخه یې غوښتنه کړې، چې د نوي جوړ شوي سړک ساتلو ته پام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سړک د ۳۶۴ مترو په اوږدوالي او ۱۰مترو په سور سره د لښتیو په ګډون د ۹،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په بنسټیزه توګه جوړ شوی ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته