خبرونهسیاستاقتصادTOP

د سیاسي کمېسیون په غونډه کې له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا خبرې وشوې

کابل، غبرګولي ۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون نوبتي غونډه پرون په سپېدار ماڼۍ کې د ریاست الوزراء د سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې غونډه کې د هېواد او سیمې د وروستي وضعیت، د دوحې راتلونکې ناستې او اړمنو هېوادوالو ته د بشري مرستو رسولو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په غونډه کې همدارنګه له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو او تعامل په پراختیا خبرې وشوې او د اجنډا مطابق لازم تصامیم ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او د یاد کمېسیون مشر تر دې وړاندې ورځ تربلې له اسلامي امارت د سیاسي اړیکو د ښه کېدو ډاډ ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته