اقتصاد

په بلخ کې د نفتي توکو بيه ټېټه شوه

 کابل/ د غویي ۴ مه / باختر
د بلخ مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د تېلو او اوبلن ګازو بيه ټېټه شوې ده.
د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رييس شېرمحمد سپاهي زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: له دې امله چې په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيه په بېساري ډول ټېټه شوې ده؛  د دغه ولايت د بيو د ټاکنې کمېټې هم له مسوولينو سره په يوه ناسته کې د تېلو او اوبلن ګازو په اړوند خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې په بيو کې دې کمښت رامنځته شي.
سپاهي زاده زياته کړه: د ټاکل شوې نرخنامې له مخې، له دې وروسته يو لېتر پټرول او ډيزل تېل په ٣٦ افغانيو او يو کيلو اوبلن ګاز په ٤٨ افغانيو پلورل کېږي.   
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې په مزارشريف ښارکې يو لېتر تېل په ٤١ او ٤٥ افغانيو پلورل کېده. 
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته