سیاست

تبصره

کابل باختر د  کب څلورمه :
د کب دمياشتې دريمه د سره پوځ د تيري کوونکو او د هغوى تر ملاتړ لاندې رژيم په وړاندې د افغانستان د ملت له حماسو ډک پاڅون کاليزه د افغانستان په معاصر تاريخ کې د بدلون ټکى دى چې درناوى يې کوو .
دباخترآژانس مبصر ليکي:
د١٣٨٥ کال د کب د مياشتې په دريمه نيټه چې په افغانستان د سره پوځ له تيري  څخه کابو دوه مياشتې تيريدې، کابل ښاريانو په يوه عمومي پاڅون سره د يرغلګرو او د پخواني شوروي اتحاد تر ملاتړ لاندې رژيم په وړاندې خپله کرکه او نفرت څرګند کړ او ثباته يې کړه چې نه شي کيداى د هغوى له آزادۍ، هويت او ديني او ملي ارزښتونوسره معامله وشي . د داسې رژيم په وړاندې پاڅون وشو چې د اصلاحاتو، برابرۍ، د دموکراتيک نظام د جوړولو او د يوې ښې ټولنې د جوړولو په ګډون په عوام غولوونکو شعارونو سره صحنې ته داخل شوى و، په داسې حال کې چې د پخواني شوروي له ګټو پرته چې لومړي او وروستۍ موخه يې له دين او افغانانو سره دښمني وه، بل کار يې نه کاوه. د رژيم کړه وړه د ديني ارزښتونو او د خلکو د دودونو او باورونو پرخلاف و، زموږ د خلکو د ناخوښۍ او په پاى کې د پاڅون زمينه برابره کړه او په کابل کې د کب دمياشتې د دريمې حماسه دتيري کوونکو او پرديو په وړاندې د خلکو د قهر او غوصې  يوټکان و چې ثابته يې کړه چې افغانان له پردۍ او له خپل دين او فرهنګ سره له مخالفې اډيالوژۍ سره له پخلا کيدونکي دي .
په افغانستان د سره پوځ تيرى چې د ټولو نړيوالو موازينو او د ښه ګاوڼديتوب د اصولو پرخلاف ترسره شوى و؛ تر يوې اندازې پورې د نړيوالو غږ  زندى کړى و، ځکه  نړيوالو د تيري په لومړيو ورځوکې داسې برداشت درلود چې افغانستان نور  د شوروي د سياسي جغرافيا يوه برخه ده او نه شو کولاى د پخواني شوروي اتحاد په شان زبر ځواک سره مقابله وکړو، خو د کب د مياشتې د دريمې نيټې پاڅون د افغانانو د کرکې او ناخوښۍ غږ نړيوالو ته ورساوه او دا پيغام يې ورکړ چې افغانان مقاوم او هوډمن دي. که چيرې کومه مرسته هم نه وې، دوى د ايمان په قوت سره د طاغوتيانو جګړې ته ځي او هغه څه چې غواړي بيانوي او هغه ترلاسه کوي .
د کب د مياشتې د دريمې حماسې يوځل بيا نړۍ افغانستان او د هغه خلکو ته  متوجه کړه چې دغه خلک نه تسلميدونکي دي .
د تيري کوونکو او د وخت د حکومت د ګوډاګيانو له خوا د پاڅون له ځپنې وروسته دغه مسئله د ملګروملتو په سازمان، د ناتو په سازمان، د اسلامي هېوادونوپه کنفرانس د ناپيلتوب په غورځنګ او په نورو نړيوالو معتبرو سازمانونوکې وڅيړل شوه او دغو ټولوسازمانونو او غورځنګونو پخواني شوروي اتحاد وغانده.
دغه راز د نړۍ سترو هېوادونو او مخورو اسلامي هېوادونو په دې برداشت سره چې افغانان مقاوم او هوډمن پاتې شي؛ د دغو خلکو د ملاتړ په فکرکې شول او په ډير لنډ وخت کې پخواني شوروي اتحاداو دهغه ګوډاګي رژيم ځان په نړيوال تجريدکې وليد. له بلې خوا د کب دمياشتې د دريمې نيټې پاڅون د افغانانو پيوستون، همغږي، وحدت او اخوت وښودل چې د پاڅون برخه وال د افغان او مسلمان په نامه واټونوته ووتل او ټول  له هېواد سره په مينې سره په يوه واحد نامه د تيري کوونکوپرخلاف ودريدل. هغه کسان چې په دې پاڅون کې ووژل شول او يا ټپيان شول او يا هم جيلونوته لاړل، ټولو د يوه مسلمان او افغان په نامه سرپورته کړى و؛ نه د يوه قوم، يو مليت او يا د يوه خاص مذهب په نامه .
د کب د مياشتې د دريمې نيټې پاڅون د دين او هېواد لپاره د مقاومت، سرښندنې او ځان تېريدنې الګو ده، د ميړانې، هېوادپالنې او د عزت درس دى او زموږ ننني او راتلونکي نسل ته ور زده کوي چې ملي ارزښتونه، دودونه او ديني باورونه يعنې څه ؟ 
بايد دکب دمياشتې له دريمې نيټې څخه زياتې زده کړې وکړو او هغه کسان چې نن په بېلابېلو عنوانونو او القابو سره د بهرنيو استخباراتي سازمانونو په خدمت کې دي او په بېلابېلو نومونو زموږ خلک په چاودنو، ځانمرګو بريدونو او په نورو تحريف شويو او کاذبو خبروکې وژني او زموږ هېواد ويجاړوي.
بايد د کب د مياشتې د دريمې نيټې له پاڅون کوونکو او د آزادۍ له فلسفې څخه  زياتې زده کړې وکړې او ځان د انسان په شان د ژوندانه او په آزادۍ کې د ژوندانه وړ وګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته