امنیت

دياغيانو يو قوماندان دسولې له بهيرسره يوځاى شو

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دياغي طالبانويو سيمه ييز قوماندان له خپلو دوو تنو افرادوسره  په هرات ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شو.
دغه کسان  چې دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې وسله وال فعاليت کاوه،دامنيه قوماندانۍ  دتروريزم پرخلاف دمبارزې دمديريت دکارکوونکو داوپراتيفي کار له امله  دسولې دعالي شورا په همکارۍ عادي ژوندانه ته مخه کړې ده.
دهرات ولايت دسولې دعالي شورا يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دوى به  ډير ژر دغو کسانو ته دکار زمينه برابره کړي .
دغه کسان له خپلووسلو اوجنګي تجهيزاتوسره ملي پوليسو ته تسليم شوي دي.
دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر مل پاسوال عبدالحميد حميدي  ددغو افرادو دپيوستون له امله دهرکلي په ترڅ کې دسولې  دپروګرام مخ په زياتيدونکي برياليتوبونه يې دخلکو دملاتړ نتيجه اعلام کړه .
ددغو کسانو دپيوستون په  مراسمو کې  چې دسولې دپروګرام يوشمير چارواکو هم ګډون کړي وو،  له نورو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې  دسولې له پروګرام سره يوځاى شي .
دسولې له پروګرام سره يوځاى شويو افرادو ددولت له نورو مخالفينو څخه وغوښتل چې له وسله والو فعاليتونو څخه لاس واخلي .
دهرات ولايت دسولې دعالي شورا له  خوا دوړاندى شويو شميرنو له مخې  په هرات کې ددغې ادارې  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې  شپږپنځوس ډلې وسله وال ناراضيان  چې شپږسوه پنځه پنځوس تنه کيږي دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي.،چې دغه شمير په روان کال کې يوسلو اووه نوي تنو ته رسيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته