کابل باختر د سلواغې نولسمه :
په لغمان ولايت کې دنويو نښتو له امله ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دلغمان ولايت مرکز مهترلام ښار ته څيرمه او دالينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغو بريدونوکې ٩ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
دتيرې يوې مياشتې په بهير کې دلغمان ولايت ځينې سيمې د وسله والو طالبانو په سنګرونو دپوځيانو دهوايي بريدونو ډګر دى هغه پيښې چې دسردزيانونو سبب شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ